25 آگوست 2026

د طالبانو پر ضد نړیوال انتقادونه او د بشري حقونو شورا پرېکړې

مقدمه

له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبان یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شوي، د ښځو او نجونو پر حقونو یې پراخ او سیسټماټیک محدودیتونه لګولي دي. د نجونو پر زده کړو بندیز، د ښځو له کاره ایستل، د مدني ژوند پر ازادۍ محدودیتونه او د سیاسي مشارکت نشتوالی هغه مسایل دي چې د افغانستان ټولنه یې له ژور بشري، سیاسي او اقتصادي کړکېچ سره مخ کړې ده. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۶۰مه غونډه کې (سپتمبر ۲۰۲۵) ګڼو هېوادونو په ښکاره توګه د طالبانو پر دغو تګلارو انتقاد وکړ.

د اروپايي ټولنې، ایټالیا، قطر او پاکستان استازو په خپلو څرګندونو کې د سولې، عدالت، نړیوالو ژمنو او بشري ملاتړ اړتیا روښانه کړه. دغه دریځونه یو ځل بیا نړیوالې ټولنې ته د طالبانو د سیاستونو پر وړاندې د ګډ دریځ اهمیت یادونه کوي. دغه راپور د یادې غونډې د مهمو څرګندونو، د طالبانو د دریځ او د تېرو څلورو کلونو تاریخي شواهدو پر بنسټ د افغانستان د اوسني وضعیت تحلیلي انځور وړاندې کوي. موخه یې داده چې د طالبانو د ښځو ضد تګلارو پایلې، د نړیوالو انتقادونو ماهیت او د افغانستان د راتلونکي احتمالي لوري څرګند کړي.

طالبان ورځ تر بلې په کور دننه او بهر کې رسوا او منزوي کېږي

د سپتمبر په اتمه نېټه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۶۰مه غونډه کې ګڼو هېوادونو د طالبانو پر ظالمانه او انساني ضد سیاستونو سختې نیوکې وکړې. دغو انتقادونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو پر سرغړونو تمرکز درلود. له هغه وخته چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، افغانستان په یوه لوی زندان بدل شوی دی.

  • د اروپايي ټولنې استازی، تاسیاس پولوس ټینګار وکړ چې افغانستان تر هغه وخته د سولې او ثبات څښتن کېدای نه شي تر څو چې ټول افغانان، په ځانګړې توګه ښځې او نجونې، د سیاسي بهیر برخه نه وي. دا د شمولیت، عدالت او د خلکو د رایې د درناوي غوښتنه ده.
  • د ایټالیا استازی، سټیفانو پیزوتيڅرګنده کړه چې ایټالیا به د افغان ولس د حقونو او عدالت غوښتنې ملاتړ ته دوام ورکړي او طالبانو ته یې یادونه وکړه چې د دوحې تړون له مخې خپلې ژمنې عملي کړي.
  • د قطر استازې، جواهرة بنت عبدالعزیز السویدي وویل چې افغانستان یوازې د ښځو د حقونو له سرغړونو نه، بلکې د اقتصادي بحران، د کډوالو د راستنېدو، د اقلیمي ستونزو او نړیوالو بندیزونو له امله هم په ژوره مشکلاتو کې دی. هغې د نړیوال ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ څو د ټولنې د ړنګېدو مخه ونیول شي.
  • د پاکستان استازو د افغانستان له خاورې د امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې دا وضعیت د سیمې د ټولو هېوادونو د حقونو خلاف دی. د ټولو دغو نیوکو په ځواب کې، د طالبانو مرستیال ویاند فطرت هڅه وکړه د واقعیتونو پرده پټه کړي. هغه ادعا وکړه چې د افغانانو حقوق خوندي دي، خو په عملي ډګر کې د ښځو او نجونو ژوند له زده کړې، کار، ازاد تګ راتګ او حتی د جامو د انتخاب له حقونو بې‌برخې شوی دی. طالبانو دا ټول محدودیتونه د اسلامي ارزښتونو تر نامه لاندې توجیه کوي، خو نړیواله ټولنه دا خبرې بې‌بنسټه بولی.

تاریخي شواهد

۱. تعلیم بندیز: د ۲۰۲۱ له دسمبره د نجونو د منځنیو ښوونځیو دروازې تړل شوې او په ۲۰۲۲ کې پوهنتونونه دروازې هم پر هغوی وتړل شول. دا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د ټول هېواد ښځینه نسل له زده کړې محروم شوی دی.

۲. کار بندیز: د ملګرو ملتونو، غیر دولتي موسسو او خصوصي ادارو زرګونه ښځینه کارکوونکې له کاره منع شوې، چې دا کارد کورنیو اقتصادي بحران او د بشري مرستو ټکنی کېدو لامل شو.

۳. مدني ژوند کنټرول: د جامو پر انتخاب سخت بندیزونه، د محرم پرته د سفر منع کول، او د پارکونو او ورزشي کلپونو تړل د ښځو ټولنیز ژوند له منځه وړي.

۴. سیاسي انحصار: طالبانو د خلکو د رایې حق غصب کړی، ټول شموله حکومت یې نه دی منلی او ټولې پرېکړې د یوې تړلې مذهبي کړۍ له خوا تر سره کېږي.

۵. د نړۍ په کچه رسوایي: د ملګرو ملتونو، اسلامي هېوادونو او نړیوالو سازمانونو غوښتنې بې ځوابه پاتې شوې دی. طالبانو نه یوازې د خلکو خفګان زیات کړی او په نړیوال ډګر کې یې مشروعیت له منځه وړی دی.

استازو لنډه پېژندنه

تاسیاس پولوس: د اروپايي ټولنې دایمي استازی، چې د سولې لپاره د ښځو ګډون حیاتي بولي. · سټیفانو پیزوتي: د ایټالیا استازی، چې د افغان ولس د عدالت ملاتړ یې نړیوال مکلفیت بللی.

جواهرة بنت عبدالعزیز السویدي: د قطر استازې، چې د افغانستان اقتصادي او بشري کړکېچ ته د نړیوال ملاتړ غوښتنه کوي.

سیاسی تبصره

په تېرو څلورو کلونو کې د طالبانو سیاستونه د ښځو پر وړاندې سیسټماټیک تبعیض بڼه لري: د زده کړې محرومول، د کار او ټولنیز ژوند بندیزونه، د سختو حجابونو تپل او د تګ راتګ محدودیتونه په کې شامل دي. طالبانو د ښځو عزت د ساتنې ادعا کړې، خو په حقیقت کې یې د هغوی انساني حیثیت تر ټولو سخت زیانمن کړی دی. دوی د ملا هبت اللههغه یوازینۍ لارښوونه یادوي چې په ډسمبر ۲۰۲۱ کې خپره شوې وه، چې ښځې د واده د رضا حق لري، د شتمنۍ په څېر چلند ورسره نشي کېدلی، د میراث حق لري، کونډې کولای شي د بیا واده پرېکړه وکړي او د نکاح د قرارداد له مخې حق الزحمه تر لاسه کړي. خو د دې تر څنګ د ښځو ټولې بنسټیزې ازادۍ تر پښو لاندې شوې دي. طالبان د ښځو د حقونو په وړاندې د تاریخ تر ټولو توره څپه پیل کړې ده. د دوی سیاستونه د انسان ضد دي او د ملت راتلونکی له منځه وړي. نړیواله ټولنه په وار وار غږ پورته کړی، خو طالبان یې هېڅ غوږ نه نیسي. د دوی د سیاستونو وروستۍ پایله یوازې یوه ده د دوی د سیاستونو وروستۍ پایله یوازې یوه ده: رسوایي، انزوا او د تاریخ په مخ کې د یوه تور داغ په توګه پاتې کېدل.او له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو او سازمانونو غواړي چې د افغانستان په داخلي چارو کې لاس وهنه ونه کړي. د طالبانو دغه سیاستونه نه یوازې د افغان ملت راتلونکی له ګواښ سره مخ کوي، بلکې د نړیوالې ټولنې باور یې هم له منځه وړي. افغانستان هغه مهال د ثبات او سولې پر لورتلای شي چې د ښځو، نجونو او ټولو افغانانو ونډه په سیاسي او ټولنیزو چارو کې خوندي شي.

حوالې :

۱. پولوس، تاسیاس. (۲۰۲۵، سپتمبر ۸). د اروپايي ټولنې دایمي استازي وینا د افغانستان د وضعیت په اړه، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا، ۶۰مه غونډه. اخیستل شوی له: https://eeas.europa.eu/delegations/un-geneva/eu-statement-hrc60-enhanced-interactive-dialogue-afghanistan-special-rapporteur_en

۲.  پیزوتي، سټیفانو. (۲۰۲۵، سپتمبر ۸). د ایټالیا دایمي استازي وینا د افغانانو د حقونو په ملاتړ، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا، ۶۰مه غونډه. اخیستل شوی له: https://eeas.europa.eu/delegations/un-geneva/eu-statement-hrc60-enhanced-interactive-dialogue-afghanistan-special-rapporteur_en

۳.  السویدي، جواهرة بنت عبدالعزیز. (۲۰۲۵، سپتمبر ۸). د قطر دایمي استازې وینا د افغانستان د بشري او اقتصادي کړکېچ په اړه، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا، ۶۰مه غونډه. اخیستل شوی له: https://mofa.gov.qa/en/qatar/latest-articles/latest-news/details/2025/09/08/qatar-renews-its-commitment-as-an-active-international-partner

۴. پاکستان، دایمي استازی. (۲۰۲۵، سپتمبر ۸). د افغانستان له خاورې د امنیتي ګواښونو په اړه د پاکستان استازي څرګندونې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا، ۶۰مه غونډه. اخیستل شوی له: https://8am.media/eng/un-security-council-session-talibans-persistent-suppression-and-deepening-human-rights-crisis-in-afghanistan/

0 0 رای ها
امتیازدهی به مقاله
اشتراک در
اطلاع از
guest
0 نظرات
قدیمی‌ترین
تازه‌ترین بیشترین رأی
بازخورد (Feedback) های اینلاین
مشاهده همه دیدگاه ها

۲۰ اخبار آخر

ایستاده گی در برابر طالب انگیزه محلی و بومی دارد نه ژیوپولتیک
موزیم طالبان - نمایش تاریخ جنایت و جنایت های تاریخی؟
شبکه خواهرزاده ها برای باج گیری از صرافی های کابل
طرح اصولنامه ارایه پاسپورت افغانی به تروریستان خارجی زیر اسم قانون پناهنده گی
The Hibatullah Syndrome
Time for a New Paradigm
جوهر پیام عاشورای حسینی: رد باطل و ایستادگی در برابر باطل بدون هیچ هراس از نابرابری قوا
پیام تسلیت روند سبز افغانستان - رسا به مناسبت درگذشت عبدالاحد خان مومند، یگانه فضانورد افغانستان
بهای آزادی زیستن
استقبال از یک تغییر مهم

جدیدترین مطالب

اقتصادی

HOxvO-PaIAAa5W7
ایستاده گی در برابر طالب انگیزه محلی و بومی دارد نه ژیوپولتیک
HN1bEUWXIAAsG0e
موزیم طالبان - نمایش تاریخ جنایت و جنایت های تاریخی؟
HNfzmv8awAAZVZk
شبکه خواهرزاده ها برای باج گیری از صرافی های کابل
HNcsHHaX0AAR2gp
طرح اصولنامه ارایه پاسپورت افغانی به تروریستان خارجی زیر اسم قانون پناهنده گی
HNVHfEcbYAAFFgY
The Hibatullah Syndrome
HL58JtGaYAAJC-1
Time for a New Paradigm
acd03ca4-743d-4fef-b09a-a6a6f2160e54
جوهر پیام عاشورای حسینی: رد باطل و ایستادگی در برابر باطل بدون هیچ هراس از نابرابری قوا

فرهنگی و هنری

2