14 ژوئن 2025

متن مصاحبه محترم امرالله صالح به زبان پشتو که قبلا از دریچه ی کابل پادکست به شکل صدا نشر گردیده بود

به احترام روز زبان پشتو

بسم الله الرحمن الرحیم

هر څه نه مخکې غواړم چې د کابل پادکست ټیم غړو او مشرتابه ته خپلې نیکې هیلې، احترامات او درناوی وړاندې کړم.

ستاسو لومړۍ پوښتنه د طالبانو او پاکستان، په ځانګړې توګه د ټي ټي پي ترمنځ اړیکو په اړه ده. د دوحې تړون یوه لویه برخه پټه ده او مخفي ضمایم لري، اصلي تړون همغه دی. د طالبانو او امریکا په اړه ډېرې پوښتنې کېږي، خو تر هغه وخته چې پټ ضمایم او پټې برخې معلومې نه شي، مونږ یوازې هڅې او ګومانونه وړاندې کولای شو. دا قاطع او واضح معلومات په هغو کې دي. اوس چې د امریکا رسمي دریځ دا دی چې طالبان نامشروع دي، دننه مشروعیت نه لري، بهرني مشروعیت نه لري، نړیوال مشروعیت نه لري، خو سره له دې، امریکا په اوونۍ کې ۴٠ تر ۶٠ میلیونه ډالر طالبانو ته ورکوي. زما په اند دا مفتي پیسې نه دي، خیرات هم نه دی، بلکې دا د دې په بدل کې دي چې طالبان ترې کار اخلي، دا یوه شیطاني دسیسه ده. مونږ کولای شو خپل تحلیل وړاندې کړو، خو اصلي جزئیات په هماغه پټو ضمایمو کې دي.

آیا د سیمې استخباراتي بنسټونه د طالبانو له مختلفو قوماندانانو سره اړیکې لري؟ بالکل لري. تاسو پوهېږئ چې هغه اسلحه او تسلیحات چې طالبانو د افغانانو په وژنه او بربادۍ لپاره کارول، یو هم د افغانستان داخلي تولید نه وو. له بوشکو څخه تر واسکټ پورې، بزبزک او نور پردي دوی ته ورکړل شوي وو چې دا خلکو نظام له منځه یوړ او دوی بریالي شول، ځکه په جمهوریت کې ډېرې نیمګړتیاوې وې. هغه نیمګړتیاوې مونږ کولای شو د تخنیکي لارو او مسایلو له حل کولو سره سمې کړو. د افغانستان اساسي قانون خو قانون وو، دا له کلیو څخه تر مرکز پورې خلکو ته ونډه ورکوله چې غږ ولري او حضور ولري، ځان دې نظام په هینداره کې وویني. اوس خو هیڅ هم نشته، اوس یوازې یوه ډله ده.

د امریکا اړیکې د طالبانو سره مبهم دي، ځکه امریکا خپلې ګټې په دغه ابهام کې ګوري. په دې معنا چې د ابهام له لارې دوی طالبان کنټرولوي. که وغواړي، بمباروي یې، وژني او وهي، بیا وايي چې دا خو یوه ډله ده، مشروعیت نه لري. او که نه غواړي، د دوحې تړون د پټو ضمایمو له لارې خپل اهداف په سیمه کې مخ ته وړي. زه بیا هم وایم، که دا ضمایم د افغانستان د ملي ګټو خلاف نه دي او پاک دي، نو ولې طالبان شرمېږي او دا مسایل نه ښکاره کوي؟ نه یوازې دا چې دغه پټو ضمایمو په اساس امریکا له طالبانو سره مبهمې اړیکې لري، بلکې د افغانستان پاسپورټ چاپول، د افغانستان بانکونو ته پیسې چاپول او د افغانستان د پیسو پالیسي مدیریت د امریکا په لاس کې دي. له ٢٠٢١ کال راهیسې تر اوس پورې ٢۵٠ میلیارده افغانۍ چې په پولنډ کې وې، د جمهوریت پیسې وې، امریکایانو په پټه طالبانو ته ورکړې، پاسپورټ هم امریکایان چاپوي او د ودې په لاس کې دی. د افغانستان د پیسو پالیسي هم اوس د امریکایانو په لاس کې ده. که نن امریکا وغواړي چې دا په درې برخو کې خپل مرض ته کم کړي او توافق ورکړي، باور وکړئ چې طالبان به ډېر ژر په افغانستان کې خپل کنټرول له لاسه ورکړي. دا ابهام تصادفي نه دی، دا یو پلان شوی ابهام دی او د امریکایانو په ګټه دی.

په دغه ابهام کې آیا د طالبانو په منځ کې اختلافات ژور او جدي دي؟ زه د طالبانو په منځ کې داسې یو باشهامته او زړور سړی نه وینم چې راپورته شي او ووايي: زه د دې بې عزتۍ سره مخالف یم، دا خاوره چې دومره ژور تاریخ لري او بېرغ نه لري، زه دې سره مخالف یم؛ دا خاوره چې دومره ژور تاریخ لري او اساسي قانون نه لري، زه دې سره مخالف یم؛ زه دا شرم ګڼم چې زموږ نیمايي وګړي (ښځې) د کچلاغ فقه له امله ساتنه نه شي کولای، مکتب ته نه شي تللای، سبق نه شي ویلای او حتی دوی ته د انسان په سترګه نه کتل کېږي. زه د دې شرم او خجالت سره موافق نه یم. که دوی کوم اختلاف لري یا نه لري، له سیاسي پلوه مونږ ته فرق نه کوي. تاسو ماته وښایاست چې د طالبانو په منځ کې یو سړی چې د ٢١مې پېړۍ فکر ولري، څوک دی؟ دا چې ځینې لږ طالب دي، ځینې پوره طالب دي، ځینې ۵٠٪ طالب دي، ځینې ٧٠٪ طالب دي، خو زه بیا هم وایم چې د دوی په منځ کې د افغاني تاریخي او رویالرونکي شخص زه نه وینم. په همدې خاطر د دوی اختلافات زما لپاره دومره اهمیت نه لري چې خپل وخت پرې ضایع کړم. هغه وخت چې رایه راپورته شي او ووايي: زه طالب یم، خو سره له دې چې طالب یم، زما د تاریخ په اړه هم پوهه لرم، مونږ دا شرموونکې لارې نه شو زغملی، دا باید ختمې شي، بیا هغه طالب چې ځان وښيي او پیدا شي، ارزښت لري چې مونږ خپل وخت پرې مصرف کړو او ووایو چې دا کوم اختلافات دي؟ اوس خو د دوی مشترکه وجه جهالت دی چې د دوی ټولو په مغزونو کې شته.

بیا تاسو دویمه پوښتنه د شخصیتونو په اړه کړې ده. زه د کوم خاص شخصیت نوم نه اخلم. هغه ملکونه چې باوقاره او باعزته نظامونه لري، هڅه کوي چې له خپلو ټولو وګړو څخه کار واخلي. تاسو پوهېږئ چې نننۍ نړۍ کې دیاسپورا ډېر مهم رول لوبوي. هندوستان ٣۵ میلیونه دیاسپورا لري. دیاسپورا ته مونږ مهاجر نه شو ویلای، ځکه دغه خلک حقوقي حیثیت لري او په غربي ټولنو او نورو ټولنو کې مدغم شوي دي. خو له بده مرغه د افغانستان خلک اوس وېشل شوي دي: طالب او غیر طالب، شمالي او جنوبي، دننه مېشت او بهر مېشت، مدرسې او غیر مدرسې خلک. دا ټول اختلافات دي. طالبان په لاس جوړ شوي دي. افغانستان له علم څخه ورځ تر بلې خالي کېږي او دا نه یوازې د افغانستان راتلونکي لپاره، بلکې اوسني وضعیت لپاره هم ډېر خطرناک دی. تاسو پوښتنه وکړئ: په اسلام آباد روغتونونو کې څوک بستر دي؟ همدا د افغانستان خلک، زموږ مېندې او د افغانستان پېغلې هلته د تداوۍ لپاره ځي، ځکه چې په وطن کې جهالت حاکم دی. د مشهد یا تهران روغتونونو وضعیت وګورئ، څومره خلک سرګردانه دي، ځکه په افغانستان کې ډاکتران نشته. یوټیوب وګورئ، کلتوري او فرهنګي کچه ټیټه شوې، یوازې بې ادبي پاتې ده، نور هیڅ نشته. ولې نور هیڅ نشته؟ ځکه نظام نشته. فرهنګ په هغه ټولنه کې مخ ته ځي او ترقي کوي چې هلته نظام وي. دلته نظام نشته او نظام د خلکو ژبو، دودونو، تاریخ او بنسټونو ته احترام لري. مونږ او تاسو په داسې حالت کې یو چې هغه ځوان شاه امان الله چې له انګریزانو څخه یې خپلواکي واخیسته، په مقابل کې یې دا جاهلان ولاړ دي. دوی د افغانستان ژور فرهنګ په مقابل کې ولاړ دي. انجنیري نشته، موسیقي نشته، د ښځو حقوق نشته. د طالبانو لپاره تاریخ ډېر نوی دی، یعني له ١٩٩۴ کال څخه پیلېږي، هغه کال چې دوی په سپین بولدک کې د پاکستان د داخلي وزیر نصرالله بابر په مرسته وکارول شول. د طالبانو لپاره تاریخ هماغه دی. نورو افغانانو لپاره خو دا تاریخ ډېر ژور دی. دلته غزنویان، سامانیان، طاهریان، تیموریان تېر شوي دي. دلته د اسلام له راتګ مخکې کاپیسا او ننګرهار د بودايي نړۍ پایتختونه وو. بیا اسلام په افغانستان کې مستحکم شو. مونږ د اسلامي تاریخ په رڼا کې څومره افتخارات او ویاړونه لرو. طالبان هیڅ شی ته درناوی نه کوي. د طالبانو لپاره تاریخ دا دی: بوشکه، کویتي شورا، ځان مړګي او انتحاري، او بې مفهومه ترانې. دوی له فرهنګي اړخه هیڅ تولیدات نه لري.

تاسو چې ځینې خلک تور لګوي او تهام جوړوي چې زما له خبرو څخه د قومي هویت په اړه څه معلومېږي، زه په وضاحت وایم چې زه د افغانستان له ملي هویت او جغرافیې څخه منکر نه یم. په خپل افغاني هویت ویاړم. افغانستان زموږ وطن دی، ٣۴ ولایتونه لري. مونږ د قومونو په منځ کې مشترکې جذبات لرو. طالبان یوه موقتي پدیده ده، نن شته، سبا نشته. خو زموږ یووالي، په پوهنتونونو، عسکري قشلو، فرهنګي مناسباتو او مشترکاتو کې پاتې دی. زموږ مشترکې ژبې، کالي، موسیقي، پکړي دا ټول پاتې دي. نو تاسو د تبلیغاتو پسې مه ځئ. زما غږ د سند او ثبوت په توګه دی. زه د افغانستان ملي بېرغ ته نه یوازې درناوی کوم، بلکې د دې بېرغ لپاره قرباني ورکوم، مخکې مې ورکړې او اوس هم ورکوم. دا یوازې یوه ټوټه نه ده، بلکې یو سمبول دی چې د ټولو قومونو په منځ کې د یووالي وسیله ګرځي. دا طالبانو بېرغ یا د یوې ډلې بېرغ نه دی. که مونږ غواړو چې ملي بېرغ ته تغیر راشي، لاره یې لویه جرګه ده، ټولپوښتنه ده. زه د اساسي قانون په بنسټ د افغانستان په خدمت کې وم او د یو افغان په توګه مې لویې دندې ترسره کړې دي. دا به ډېره سپکه خبره وي چې اوس، چې زه په رسمي موقف کې نه یم، پښېماني ښکاره کړم او ووایم چې دا بېرغ نه دی یا پښېمانه یم. بالکل نه. زه د افغانستان ملي هویت نه یوازې په ځان کې وینم، بلکې د دې دفاع لپاره زموږ کورنۍ، قوم او ډلې قربانۍ ورکړې دي او اوس هم چمتو یو. زموږ وطن، چې ٣۴ ولایتونه لري، لپاره نه یوازې چمتو یو، بلکې هره ورځ زموږ مبارزه ادامه لري او زه په بریا باور لرم. زه د پخواني ولسمشر اشرف غني سره اړیکه نه لرم، خو هغه ته احترام لرم. هغه یو علمي سړی دی او د افغانستان لپاره لوی غنیمت دی. د جمهوریت سقوط یوازې پر یوه سړي نه شي اړول کېدای. مسؤلیت د ټولو په غاړه دی، په ځانګړې توګه د هغو ناسپاسه سیاسي خلکو چې فکر یې کاوه د طالبانو لپاره زمینه برابره کړي او یوازې اشرف غني او امرالله صالح قرباني کړي. دا ډېره غلطه او بې اساسه فکر وو. له دې نتیجې څخه مونږ ګورو چې نه یوازې خلک تاوان کوي، ژوند یې خراب دی، بلکې هماغه ناسپاسه ډلو ته هم هیڅ نه دي پاتې. بلې مسلې ته راشو، مونږ په خپل کلتور کې لوظ او قرار ته ډېر اهمیت ورکوو. لوظ او قرار دا نه دي چې نن ملګري یو، خو سبا چې بده ورځ راشي، خیانت وکړو. دا زما په قومي او کورني کلتور کې نشته.

زه د اشرف غني سره مخکې هم احترام درلود او اوس هم لرم. پر ما فشار راوړل شوی چې نیوکې وکړم، خو اشرف غني پخپله علمي سړی دی او پوهېږي چې څه پېښ شوي. زه چې پېژنم، د ملي ملاحظاتو له امله هیڅکله غیرضروري نیوکې نه کوم. طالبان هیڅکله نظام نه شي جوړولای. دا ډله اوس هم د دوحې د دسیسې له لارې په لنډمهاله کنټرول کې ده. اساسي قانون نشته، ملي بېرغ نشته، ملي سرود نشته، ملي شورا نشته. نه کلي صلاحیت لري، نه ښارونه، نه والیان، نه ولایتونه. ټول صلاحیت د یوې ډلې په لاس کې دی. دوی هیڅکله د دولت په توګه رسمیت نه شي ترلاسه کولای. سقوط یې حتمي دی. مونږ یووالي ته اړتیا لرو. دا ژبني اختلافات چې اوس راپورته شوي، طالبانو رامنځته کړي دي. د ژبو ترمنځ رقابت په هر هیواد کې شته، لکه په هندوستان کې، خو هلته سالم رقابت دی. په افغانستان کې د طالبانو له امله دا اختلافات مخ په زیاتېدو دي. فکري خلک باید دا اختلافات ودروي، ځکه طالبان به له منځه ځي او خلک به پاتې وي. د پارسی ژبې په اړه، تاسو د احمدشاه بابا مقبره وګورئ، هلته لیکل شوي: “اینجا آرامگاه شاه خراسان است.” د سلطنت کتابت یا د امان الله خان لاسي خط وګورئ. دا اختلافات چې طالبانو رامنځته کړي، په تاریخ کې بې ساري دي. لوی علت دا دی چې د طالبانو مشرتابه د افغانستان، خلکو، کلتور او ژبو سره آشنا نه دي. زما سره یو لیست شته، هغه کسان چې هیبت الله ته نږدې دي، یو یو یې خپل وخت په افغانستان کې نه دی تېر کړی.

دوی په پښور، کراچي او نورو سیمو کې لوی شوي. اوس چې طالبان ٩٠٪ پښتانه دي او له هغې هم ٨٠٪ د قندهار د ځینو قومونو په لاس کې دي، دا غیر طبیعي ده او راتلونکی نه لري. دا فرعوني ملیشه له منځه ځي. مونږ باید یووالي ولرو. طالبان په ځینو ولایتونو کې ملاتړ لري، خو په ځینو کې صفر دی. که سبا انتخابات وشي، د جمهوریت رهبران کولای شي وګټي. خلک د طالبانو له فساد څخه ستړي دي. فساد نه یوازې ختم شوی نه دی، بلکې لس چنده او سل چنده شوی دی. دلیل یې دا دی چې مطبوعات، مدني ټولنه او قومي مشران غږ نه لري. ما په خپل ایکس پاڼه کې د طالبانو د استخباراتو دننه معلومات خپاره کړل چې یو اداري کارمند یې نیولی چې دوه میلیونه ډالر یې له اختطاف څخه لاسته راوړي. زموږ همکاران، که پارسی ژبې یا پښتو ژبې تحصیلکرده دي، پوهېږي چې دا وضعیت نه چلېږي. د طالبانو شتون د ټولو قومونو او د افغانستان ژور تاریخ لپاره سپکاوی دی.

هغه تورمخي خلکو چې په سختو ورځو کې خپل هویت رد کړ او پر خپلو مشرانو یې نیوکې وکړې، زه نه غواړم زما نوم د دوی په شمېر کې وي. زموږ وطن د یوې لویې نړیوالې دسیسې ښکار شو. د افغانستان عزت بېرته راوړلو لپاره باید مونږ مبارزه وکړو او دا مبارزه باید د ٣۴ ولایتونو کلتور، ژبو او فرهنګ ته درناوی ولري. هر څوک چې د سیاسي موخو لپاره ناسمې لارې غوره کوي، بې نتیجې دي. زه راتلونکي ته ډېر هیله‌مند یم. اوسنی وضعیت هیڅ بنسټ نه لري. طالبانو پاسپورټ او پیسې د امریکا په مرسته ترلاسه کړي. دوی د افغانستان ملي بنسټونه له منځه وړي. د قول اردو نومونه یې بدل کړي، خو دا نومونه هیڅوک نه پوهېږي. مونږ خپل هویت لرو، مسلمانان یو، د خپلو اتلانو درناوی کوو. د طالبانو لپاره تاریخ له ١٩٩۴ کال پیلېږي، خو دوی د افغانستان له ژور فرهنګ او تاریخ څخه منکر دي. دا منکر راتلونکی نه لري. ټولو ته د کامیابۍ او ښې روحیې هیله کوم. سلام علیکم.

0 0 رای ها
امتیازدهی به مقاله
اشتراک در
اطلاع از
guest
0 نظرات
قدیمی‌ترین
تازه‌ترین بیشترین رأی
بازخورد (Feedback) های اینلاین
مشاهده همه دیدگاه ها

۲۰ اخبار آخر

اعلامیه روند سبز افغانستان - رسا در پیوند به تجاوز اسراییل به جمهوری اسلامی ایران
از زیرپوست طالبان: با آنکه افشا سازی معلومات ذیل جرم شمرده میشود
شروط دولت فدارتیف روسیه برای پایان جنگ و آتش بس دایمی در اوکراین
متن مصاحبه محترم امرالله صالح به زبان پشتو که قبلا از دریچه ی کابل پادکست به شکل صدا نشر گردیده بود
بیانیه روند سبز افغانستان – رسا در حمایت از نشست بزرگان ترک‌تبار در استانبول و کنفرانس نوبتی روند آنتالیا (مرکز دیالوگ و ترقی)
سهم وزارت دفاع طالبان در غارت ثروت کشور زیر نام بودجه
Where does Afghanistan fit in the global war of narratives?
Letter from SENATOR DREW MACEWEN
دزدان قرآن در دست
The United Nations Assistance Mission in Afghanistan (UNAMA) has spent nearly $700 million to maintain its presence in Afghanistan

جدیدترین مطالب

اقتصادی

OIP
اعلامیه روند سبز افغانستان - رسا در پیوند به تجاوز اسراییل به جمهوری اسلامی ایران
Gs7KY9bWQAA8NAY
از زیرپوست طالبان: با آنکه افشا سازی معلومات ذیل جرم شمرده میشود
Gsgp8RnXsAEwn-a
شروط دولت فدارتیف روسیه برای پایان جنگ و آتش بس دایمی در اوکراین
WhatsApp Image 2025-06-02 at 00.26
متن مصاحبه محترم امرالله صالح به زبان پشتو که قبلا از دریچه ی کابل پادکست به شکل صدا نشر گردیده بود
WhatsApp Image 2025-06-01 at 23.59
بیانیه روند سبز افغانستان – رسا در حمایت از نشست بزرگان ترک‌تبار در استانبول و کنفرانس نوبتی روند آنتالیا (مرکز دیالوگ و ترقی)
GrVtlbCXUAAI6Zm
سهم وزارت دفاع طالبان در غارت ثروت کشور زیر نام بودجه
GrE9tBmWIAAQLTZ
Where does Afghanistan fit in the global war of narratives?

فرهنگی و هنری