د لوی ریاست د رهبرۍ د پرېکړې پر بنسټ، یو درې کسیز هیئت د متحد عربي اماراتو هېواد ته د رسمي سفر لپاره ټاکل شوی، چې ترکیب یې په لاندې ډول دی:
۱. مولوي عبدالمالک (مبشر) – د استخباراتو لوی ریاست د دفتر رئیس، د هیئت د رئیس په توګه.
۲. ډاکټر شمسالله (ابوالسعید) – د ۱۹۷ بهرنیو اړیکو ریاست رئیس، د هیئت د غړي په توګه.
۳. مولوي عبدالرحیم (مظلوم) – د ۰۶۰ تخنیک او ترانسپورت ریاست رئیس، د هیئت د غړي په توګه.
یاد درې کسیز هیئت د ذکر شوي رسمي ماموریت تر بشپړېدو او بېرته راستنېدو پورې د اماراتو په سفر کې وي. د دوی د نهشتون پر مهال، د اړوندو ریاستونو لومړي مرستیالان د ټولو چارو د سمون او تطبیق مسؤلیت پر غاړه لري.