مقدمه
له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبان یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شوي، د ښځو او نجونو پر حقونو یې پراخ او سیسټماټیک محدودیتونه لګولي دي. د نجونو پر زده کړو بندیز، د ښځو له کاره ایستل، د مدني ژوند پر ازادۍ محدودیتونه او د سیاسي مشارکت نشتوالی هغه مسایل دي چې د افغانستان ټولنه یې له ژور بشري، سیاسي او اقتصادي کړکېچ سره مخ کړې ده. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۶۰مه غونډه کې (سپتمبر ۲۰۲۵) ګڼو هېوادونو په ښکاره توګه د طالبانو پر دغو تګلارو انتقاد وکړ.
د اروپايي ټولنې، ایټالیا، قطر او پاکستان استازو په خپلو څرګندونو کې د سولې، عدالت، نړیوالو ژمنو او بشري ملاتړ اړتیا روښانه کړه. دغه دریځونه یو ځل بیا نړیوالې ټولنې ته د طالبانو د سیاستونو پر وړاندې د ګډ دریځ اهمیت یادونه کوي. دغه راپور د یادې غونډې د مهمو څرګندونو، د طالبانو د دریځ او د تېرو څلورو کلونو تاریخي شواهدو پر بنسټ د افغانستان د اوسني وضعیت تحلیلي انځور وړاندې کوي. موخه یې داده چې د طالبانو د ښځو ضد تګلارو پایلې، د نړیوالو انتقادونو ماهیت او د افغانستان د راتلونکي احتمالي لوري څرګند کړي.
طالبان ورځ تر بلې په کور دننه او بهر کې رسوا او منزوي کېږي
د سپتمبر په اتمه نېټه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۶۰مه غونډه کې ګڼو هېوادونو د طالبانو پر ظالمانه او انساني ضد سیاستونو سختې نیوکې وکړې. دغو انتقادونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو پر سرغړونو تمرکز درلود. له هغه وخته چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، افغانستان په یوه لوی زندان بدل شوی دی.
- د اروپايي ټولنې استازی، تاسیاس پولوس ټینګار وکړ چې افغانستان تر هغه وخته د سولې او ثبات څښتن کېدای نه شي تر څو چې ټول افغانان، په ځانګړې توګه ښځې او نجونې، د سیاسي بهیر برخه نه وي. دا د شمولیت، عدالت او د خلکو د رایې د درناوي غوښتنه ده.
- د ایټالیا استازی، سټیفانو پیزوتيڅرګنده کړه چې ایټالیا به د افغان ولس د حقونو او عدالت غوښتنې ملاتړ ته دوام ورکړي او طالبانو ته یې یادونه وکړه چې د دوحې تړون له مخې خپلې ژمنې عملي کړي.
- د قطر استازې، جواهرة بنت عبدالعزیز السویدي وویل چې افغانستان یوازې د ښځو د حقونو له سرغړونو نه، بلکې د اقتصادي بحران، د کډوالو د راستنېدو، د اقلیمي ستونزو او نړیوالو بندیزونو له امله هم په ژوره مشکلاتو کې دی. هغې د نړیوال ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ څو د ټولنې د ړنګېدو مخه ونیول شي.
- د پاکستان استازو د افغانستان له خاورې د امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې دا وضعیت د سیمې د ټولو هېوادونو د حقونو خلاف دی. د ټولو دغو نیوکو په ځواب کې، د طالبانو مرستیال ویاند فطرت هڅه وکړه د واقعیتونو پرده پټه کړي. هغه ادعا وکړه چې د افغانانو حقوق خوندي دي، خو په عملي ډګر کې د ښځو او نجونو ژوند له زده کړې، کار، ازاد تګ راتګ او حتی د جامو د انتخاب له حقونو بېبرخې شوی دی. طالبانو دا ټول محدودیتونه د اسلامي ارزښتونو تر نامه لاندې توجیه کوي، خو نړیواله ټولنه دا خبرې بېبنسټه بولی.
تاریخي شواهد
۱. تعلیم بندیز: د ۲۰۲۱ له دسمبره د نجونو د منځنیو ښوونځیو دروازې تړل شوې او په ۲۰۲۲ کې پوهنتونونه دروازې هم پر هغوی وتړل شول. دا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د ټول هېواد ښځینه نسل له زده کړې محروم شوی دی.
۲. کار بندیز: د ملګرو ملتونو، غیر دولتي موسسو او خصوصي ادارو زرګونه ښځینه کارکوونکې له کاره منع شوې، چې دا کارد کورنیو اقتصادي بحران او د بشري مرستو ټکنی کېدو لامل شو.
۳. مدني ژوند کنټرول: د جامو پر انتخاب سخت بندیزونه، د محرم پرته د سفر منع کول، او د پارکونو او ورزشي کلپونو تړل د ښځو ټولنیز ژوند له منځه وړي.
۴. سیاسي انحصار: طالبانو د خلکو د رایې حق غصب کړی، ټول شموله حکومت یې نه دی منلی او ټولې پرېکړې د یوې تړلې مذهبي کړۍ له خوا تر سره کېږي.
۵. د نړۍ په کچه رسوایي: د ملګرو ملتونو، اسلامي هېوادونو او نړیوالو سازمانونو غوښتنې بې ځوابه پاتې شوې دی. طالبانو نه یوازې د خلکو خفګان زیات کړی او په نړیوال ډګر کې یې مشروعیت له منځه وړی دی.
استازو لنډه پېژندنه
تاسیاس پولوس: د اروپايي ټولنې دایمي استازی، چې د سولې لپاره د ښځو ګډون حیاتي بولي. · سټیفانو پیزوتي: د ایټالیا استازی، چې د افغان ولس د عدالت ملاتړ یې نړیوال مکلفیت بللی.
جواهرة بنت عبدالعزیز السویدي: د قطر استازې، چې د افغانستان اقتصادي او بشري کړکېچ ته د نړیوال ملاتړ غوښتنه کوي.
سیاسی تبصره
په تېرو څلورو کلونو کې د طالبانو سیاستونه د ښځو پر وړاندې سیسټماټیک تبعیض بڼه لري: د زده کړې محرومول، د کار او ټولنیز ژوند بندیزونه، د سختو حجابونو تپل او د تګ راتګ محدودیتونه په کې شامل دي. طالبانو د ښځو عزت د ساتنې ادعا کړې، خو په حقیقت کې یې د هغوی انساني حیثیت تر ټولو سخت زیانمن کړی دی. دوی د ملا هبت اللههغه یوازینۍ لارښوونه یادوي چې په ډسمبر ۲۰۲۱ کې خپره شوې وه، چې ښځې د واده د رضا حق لري، د شتمنۍ په څېر چلند ورسره نشي کېدلی، د میراث حق لري، کونډې کولای شي د بیا واده پرېکړه وکړي او د نکاح د قرارداد له مخې حق الزحمه تر لاسه کړي. خو د دې تر څنګ د ښځو ټولې بنسټیزې ازادۍ تر پښو لاندې شوې دي. طالبان د ښځو د حقونو په وړاندې د تاریخ تر ټولو توره څپه پیل کړې ده. د دوی سیاستونه د انسان ضد دي او د ملت راتلونکی له منځه وړي. نړیواله ټولنه په وار وار غږ پورته کړی، خو طالبان یې هېڅ غوږ نه نیسي. د دوی د سیاستونو وروستۍ پایله یوازې یوه ده د دوی د سیاستونو وروستۍ پایله یوازې یوه ده: رسوایي، انزوا او د تاریخ په مخ کې د یوه تور داغ په توګه پاتې کېدل.او له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو او سازمانونو غواړي چې د افغانستان په داخلي چارو کې لاس وهنه ونه کړي. د طالبانو دغه سیاستونه نه یوازې د افغان ملت راتلونکی له ګواښ سره مخ کوي، بلکې د نړیوالې ټولنې باور یې هم له منځه وړي. افغانستان هغه مهال د ثبات او سولې پر لورتلای شي چې د ښځو، نجونو او ټولو افغانانو ونډه په سیاسي او ټولنیزو چارو کې خوندي شي.
حوالې :
۱. پولوس، تاسیاس. (۲۰۲۵، سپتمبر ۸). د اروپايي ټولنې دایمي استازي وینا د افغانستان د وضعیت په اړه، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا، ۶۰مه غونډه. اخیستل شوی له: https://eeas.europa.eu/delegations/un-geneva/eu-statement-hrc60-enhanced-interactive-dialogue-afghanistan-special-rapporteur_en
۲. پیزوتي، سټیفانو. (۲۰۲۵، سپتمبر ۸). د ایټالیا دایمي استازي وینا د افغانانو د حقونو په ملاتړ، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا، ۶۰مه غونډه. اخیستل شوی له: https://eeas.europa.eu/delegations/un-geneva/eu-statement-hrc60-enhanced-interactive-dialogue-afghanistan-special-rapporteur_en
۳. السویدي، جواهرة بنت عبدالعزیز. (۲۰۲۵، سپتمبر ۸). د قطر دایمي استازې وینا د افغانستان د بشري او اقتصادي کړکېچ په اړه، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا، ۶۰مه غونډه. اخیستل شوی له: https://mofa.gov.qa/en/qatar/latest-articles/latest-news/details/2025/09/08/qatar-renews-its-commitment-as-an-active-international-partner
۴. پاکستان، دایمي استازی. (۲۰۲۵، سپتمبر ۸). د افغانستان له خاورې د امنیتي ګواښونو په اړه د پاکستان استازي څرګندونې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا، ۶۰مه غونډه. اخیستل شوی له: https://8am.media/eng/un-security-council-session-talibans-persistent-suppression-and-deepening-human-rights-crisis-in-afghanistan/